کور پاڼه / Uncategorized / د لاهور چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۳۲ ټپیان دي

د لاهور چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۳۲ ټپیان دي

د وروستیو معلوماتو له مخې د پاکستان د پنجاب ایالت لاهور ښار کې چاودنې ۹ کسان وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي.

چاودنه له ځايي وخت سره سم نژدې ۱۱ بجې د یوه رستورانت ودانۍ کې شوې.

د پنجاب ایالتي حکومت ویاند ملک احمد خان تایید کړې، چې چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او ۳۲ ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې پر ورځ پاکستان کې پر وروستیو بریدونو خواشیني څرګنده کړه او د عامو خلکو د سر ساتل یې د پاکستان د حکومت مسولیت وباله.

تر دې وړاندې د پنجاب ایالت د قانون وزیر رانا ثناوالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ول چې په چاودنه په هغه ودانۍ کې شوې، چې ودانیزې چارې په کې روانې وې.

د نوموړي په خبره، تراوسه د چاودنې ډول هم معلوم نه دی.

* پاکستان له افغانستان د ۷۶ “ترهګرو” د سپارلو غوښتنه وکړه

* “افغان او پاکستاني مشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ هوکړه وکړه”

د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې یوه افسر ډاکټر اقبال وايي، د چاودنې په ځای کې د باروتو شتوالي ثبوت موندل شوی، خو دا معلومه نه ده، چې دغه باروت همدلته ځای پر ځای شوي وو او که بل ځای کې د استعمال لپاره دلته ساتل کېدل.

له دې مخکې د پنجاب حکومت له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي وو، چې چاودنه د جنراتور چاودنې له کبله شوې.

د ځايي چارواکو په خبره چاودنه د لاهور ښار په ډيفنس سیمه کې په يوه مارکيټ کې شوې، چې دا مهال په کې زیاته ګڼه ګوڼه نه وه.

له چاودنې وروسته بم شنډوونکې ډله او د ترهګرۍ ضد پولیس او چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د چاونې له کبله څېرمه ودانۍ هم زیانمنې شوې او شاوخوا ولاړ موټر خراب او شیشې یې ماتې شوې دي.

دا په وروستیو ورځو کې په لاهور کې دویمه چاودنه ده.

له دې مخکې په لاهور کې د چاودنې له امله د لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون څو کسان وژل شوي وو.

په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې چاودنې او بریدونه ډېر شوي چې له امله یې تر دا مهاله له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

* افغانستان پاکستان ته د ۸۵’ ترهګرو’ نوملړ ورکړی

* “د پاکستان له بریدونو په لالپوره کې ۱۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې”

دا چاودنه په داسې مهال ده چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د وسلوالو پرضد د “رد الفساد” په نوم نویو عملیاتو د پیلولو خبره وکړه.

په پاکستان کې تر وروستیو بریدونو په تېره د سیند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې تر چاودنې وروسته پوځ د وسلوالو د ځپلو په نوم عملیات پیل کړي دي.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې یې تراوسه له سلو ډېر وسلوال وژلي دي.

د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ ټولې دروازې تړلې او امنیتي ځواکونو ته یې یې د هغو کسانو د ویشتلو امر کړی چې له پولې په غیر قانوني توګه د تېرېدلو هڅه کوي.

په اړه dwahdat

دا هم اوګوره

13,000+ People Have Bought Our Theme

Don’t act so surprised, Your Highness. You weren’t on any mercy mission this time. Several …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *