کور پاڼه / سیاسی خبرونه / عمران خان: پنجاب کې له پښتنو سره توپيري چلند د ترهګرو په ګټه دی

عمران خان: پنجاب کې له پښتنو سره توپيري چلند د ترهګرو په ګټه دی

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې له پښتنو سره توپیري چلند وغانده.

عمران خان پر ټویټر پاڼه لیکلي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو دغه کار د وسلوالو ډلو په ګټه تمامېږي: “د پښتنو په نښه کول کرکه پیدا کوي او دوی د ترهګرو لاسونو ته ور لوېږي”.

نوموړی زیاتوي: “زه په پنجاب کې د پښتنو د توکمیز پروفایل جوړېدل غندم”.

د عمران خان دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې هم له پښتنو غوښتل شوي، چې له پولیسو سره ځانونه راجیسټر کړي.

بلې خواته د پنجاب ایالت په راولپنډۍ سیمه کې پولیسو هلته د اوسېدونکو قبایلي سیمو د وګړیو څارنه پېل کړې، چې وايي، همدوی هلته د ناامنۍ په پېښو کې لاس لرلی شي.

د ځينو پاکستانيو رسنیو په خبره د پينډۍ پولیسو پرېکړه کړې، چې هغه ټول وګړي چې له قبایلي سیمو راغلي او د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې اوسېږي، د نوي سستم له لارې به يې تګ راتګ او ورځنی ژوند څارل کېږي.

پر عمران خان سربېره نورو سیاسي مشرانو هم غبرګونونونه ښودلي.

په اړه dwahdat

دا هم اوګوره

13,000+ People Have Bought Our Theme

Don’t act so surprised, Your Highness. You weren’t on any mercy mission this time. Several …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *